اسلام آباد 11 فروري(اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې د حج پاليسۍ 2020 منظوري وركړې شوې ٬ د كال 2020 پاكستان لپاره د حج خاص كوټه يو لك 79 زره 210 ده ٬ 60 فيصده كوټه به سركاري او 40 فيصده به په شخصي ټور آپرېټرز تقسيمولې شي۔ د كابينې په امر د حج خرڅونو په مد كښې واضح كمې راوستې شوې ٬ وزیراعظم عمران خان د مذهبي چارو وزارت او خزانې وزارت ته امر كړې چې د ماليزيا په طرز حج فنډ جوړ كړئ دغسې چې د هرې طبقې خلق د حج سعادت ترلاسه كړې شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نورالحق قادري اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکتر فردوس عاشق اعوان سره په ګده د وفاقي كابينې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل كال 2020 لپاره حج پاليسي او پلان كابينې ته وړاندې كړې شوې ٬ د دې پاليسۍ له مخئ كال0 202 كښې به پاكستان لپاره مخصوص كوټه يو لك 79 زره 210 ده كوم چې 60 فيصده كوټه سركاري او 40 فيصده به په نجي ټور آپرېټرز تقسيمولې شي۔ د حج خرڅونو په مد كښې كابينې امر وكړو چې په خرڅونو كښې دې واضح كمې راوستلې شي٬ سږ كال به نزدې 4 لكه 90 زره روپۍ خرڅ په حج راځي دغسې لس زره كوټه د اويا كولو نه زيات عمره كسانو لپاره بېله كړې شوې ۔ ده ووئېل داسې كسان كومو چې په تېرو دريو كال (17-18-2019 كښې د سركاري حج سكيم له مخې د حج سعادت نه دې ترلاسه كړې هغوي به دا سعادت تر لاسه كولې شي خو په دې شرط چې هغوي د نجي څانګې د لارې حج نه وي كړې۔ ده ووئيل اورسيز پاكستانيانو لپاره د يو زر كسانو كوټه بېله كړې شوې دغسې په ګورنمنټ كوټه كښې به 1.5 فيصده هارډ شپ كېسونو لپاره بېلولې شي۔ ده ووئېل 500 به د اي او بي آئي او وركرز وېلفېئر فنډ له مخې په ادارو كښې كار كوٶنكو خواري كښو او په لږه تنخا كار كوٶنكو كسانو لپاره وي٬ چا له به د وياړ حج كولو موقع نه وي ده ووئيل د سركاري كوټې د لارې د حاجيانو ټاكنه به د كمپيوټرائزډ قرعه اندازۍ د لارې كېږي٬ مېرمنو لپاره به د محرم شرط لازمي وي( د شعيه فرقې د 45 يا د دې نه د زيات عمر مېرمنو ته به د دې شرط نه استثنٰې ترلاسه وي) ۔ ده ووئېل حج بدل/نفل حج درخواستونه به قبولې شي خو په دې شرط چې خواست كوٶنكې په تېرو 5 كالو كښې د سركاري سكيم له مخې حج نه وي كرې٬ د تکافل د لارې حجاج محافظ سكيم به جاري وي او نجي څانګه كښې حج ګروپ ارګنائززر ته حج كوته به د سپريم كورټ د پرېكړې په رڼا كښې وركولې شي۔ ده ووئېل د نجي څانګې دوه فيصده كوټه به د حج نوو كمپنو ته وركولې شي۔ ده ووئيل د حج ميډيكل مشن٬ د حاجيانو معاونين٬ د مذهبي چارو عمله او په سعوديه كښې مېشته كسان به د حاجيانو معاونيو په توګه ټاكلې شي دغسې چې دوي د حاجيانو سهولت کاري وكړې شي۔ پير نورالحق قادري ووئيل اسلام آباد سره سره روډ ټو مكه پراجېكټ كښې كراچۍ٬ لاهور٬ پېښور او د كوئټه هوائي مېدانونو څخه په پېل كولو هم تفصيلي خبرې شوې ، په ګلګلت بلتستان كښې به هم عارضي حج كېمپس جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د مذهبي چارو وزارت ته امر كړې چې د ماليزيا په طرز حج فنډ جوړ كړئ۔ دغسې وفاقي كايبنې د حج كال 2020 د پلان او پاليسۍ منظوري وركړې