د پي اېس اېل پرانستې دستورې د رڼاګانو ښار ته نوې ځلا وركړې۔ د ترهګرۍ په ضد ثابت قدم پاتې كېدونكې او قربانۍ وركوؤنكې قوم دا حق لري چې د لوبو مېدانونه ئې آباد وي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټویټ

image

اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پي اېس اېل پرانستې دستورې د رڼاګانو ښار ته نوې ځلا وركړې۔ دا ګھړۍ ٬ دا خوشحالۍ او دا رڼاګانې دې قام ته او په خاص توګه كراچۍ ته مبارك وي۔ د ترهګرۍ په ضد ثابت قدم پاتې كېدونكې او قربانۍ وركوؤنكې قوم دا حق لري چې د لوبو مېدانونه ئې آباد وي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل دا د پاكستاني مېړني اولس٬ وسله وال ځواك ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ځانګړې قربانيو او مزاحمت نتيجه ده۔ دې ووئيل رناګانې بحال شوي دي٬ مېدانونه ښكلې شوي دي او نړيوال ستوري پاكستان ته راغلي دي۔ دې ووئيل بهر څخه راغلې ټولو لوبغاړو ته د زړه د كومي نه هركلې وايم۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں