د نېکټا کردار د شدت او انتها خوښۍ په مقابل كښې زيات اهميت لري٬ د دوي كاركردګي ښه كولو لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ داخله وزير اعجاز احمد شاه

image

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) داخله وزير داعجاز احمد شاه وئيلي دي د نېکټا کردار د شدت او انتها خوښۍ په مقابل كښې زيات اهميت لري٬ د دوي كاركردګي ښه كولو لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ دا داخله وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير اعجاز احمد شاه د نېكټا دوره كړې او په دې موقع د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر مهر خالق داد د داخله وزير هركلے كړې۔ د نېكټا چارواكو په دې موقع وفاقي وزير ته د ادارې په چارو او كاركردګۍ بريفنګ وركړو۔ داخله وزير د نېكټا چارواكو ته د داخله وزارت لخوا د هر ډول ممكنه مرستې باوري وركړو۔ ده ووئيل د نېکټا کردار د شدت او انتها خوښۍ په مقابله كښې زيات اهميت لري٬ د دې ادارې كار لائحه جوړولو لپاره هم اهميت لري۔ په دې موقع د نېكټا لخوا شائع كړې شوې كتابونه او راپورونه هم وفاقي وزير ته وركړې شول د كومې چې داخله وزير ستائنه كولو سره د ادارې د كاركردګۍ ډاډګيرنه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں