اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په حقوقو او فرائضو كښې د توازن راوستلو نه بغېر كوم هېواد او قوم پرمختګ نه شي كولې٬ د مېډيا طاقت ذمه وارې سره تړل د اوسني دور ضرورت جوړ شوے٬ بهتان تراشۍ٬ الزام تراشۍ٬ بې بنسټه او د ځان نه جوړ شويو تورونو سره ټولنه تباهۍ سره مخ كېږي٬ وزيراعظم عمران خان او اوسنې حكومت د مېډيا په آزادۍ باور لري۔ هغې دا خبرې د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د هذهبي چارو د وزارت ترسيوري لاندې د اسلامي نظرياتي كونسل په اهتمام د ټولنې په اصلاح كښې د علمائے كرامو په كردار جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي هم ګډون وكړو او دستورې ته ئې وېنا وكړه۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په حقوقو او فرائضو كښې د توازن راوستلو نه بغېر كوم هېواد او قوم پرمختګ نه شي كولې٬ د مېډيا طاقت ذمه وارې سره تړل د اوسني دور ضرورت جوړ شوے۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان او اوسنې حكومت د مېډيا په آزادۍ باور لري۔ دستورې ته د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا هم وېنا وكړه او وې وئيل چې روغتيا په څانګه كښې د خبرتيا په پېدا كولو كښې د علمائے كرامو مهم كردار دے۔ د پوليو مخ نيوي په اړه د علمائے كرامو كمېټې جوړې كړې شوې دي۔ دستورې ته د قانون او انصاف پارلماني سېكترې مليكه بخاري هم وېنا وكړه او وې وئيل چې حكومت د مېرمنو د وراثتي حقونو په اړه قانون سازي كړې۔ دستورې ته د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز په خپله وېنا كښې ووئيل چې علما كرام دې د تعليم او روغتيا پشمول د نورو چېلنجونو په اړه په خلقو كښې خبرتيا پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل چې شريعت د غېر تصديق شويو اطلاعاتو خپرولو نه منع فرمائيلي۔ علمائے كرام دې په خپلو خطباتو او د قرآن په درس كښې د سماجي مسئلو په اړه خبرتيا پېدا كړي