بيجنګ 17 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي سي پېك سره زمونږ معاشي پرمختګ تړلې دے٬ پاك چين دوستي منطقه كښې د خوشحالۍ پېغام په توګه رامخې كول غواړو ۔ د نهې په ورځ بيجنګ كښې د پاك چين لازواله دوستي او د چين خپلې دورې مقصد په اړه ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې كه زلزله وي ٬ سېلاب يا بل يو آفت٬ د چين قيادت او اولس په هر سخت وخت كښې پاكستان سره ولاړ دے٬ نن په چين د كرونا وائرس په صوررت كښې سخت وخت راغلې نو مونږ هم د پاکستان وزيراعظم عمران خان او پاکستان اولس لخوا د چين خپلو وروڼو سره يوالي لپاره راغلې يو۔ ده ووئيل چين چې څنګه د كرونا وائرس د چېنلج مقابله كړې او چې د كوم نظم او ضبط ئې څرګندونه كړې د دې مثال په نزدې ماضي كښې نه موندلې كېږي٬ د زرګونو په شمېر خلق وائرس ځپلي خو د كمال قامي يوالي څرګندونه شوې چې ورسره چين په دې وباء قابو موندلې او كوم ولايت چرته چې د وباء تناسب زيات ؤ هلته نن يو كېس رامخې ته شوې او ټول هېواد كښې 21 كېسونه راپور شوي٬ ۔ د سي پېك په اړه ده ووئيل سي پېك سره زمونږ معاشي پرمختګ تړلې دې او دې منصوبې سره به ټولې منطقې ته ګټه ورسي٬ د دواړو هېوادونو قيادت د دې منصوبو بشپړه عزم لري٬ چې په كرونا وائرس قابو وموندلې شي نو دغسې به دا منصوبې هم بشپړې شي٬ده ووئيل د پاكستان او چين ترمېنځه اړيكې مثالې دي۔ ده ووئيل پاك چين دوستي منطقه كښې د خوشحالۍ پېغام په توګه رامخې كول غواړو٬ د دې دوستۍ 70 كلن جشن په جوش او جذبه سره د لمانځلو عزم لرو ٬ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل معاشي مېدان وي ٬ كه دوه اړخيزه تجارت ٬ د غربت خاتمه او انفراسټركچر دوېلپمنټ كښې مونږ د يو بل مرسته دوامداره ساتلې ۔ د افغان امن عمل په اړه ده ووئيل د افغان امن عمل وي يا د منطقې د امن او استحكام خبره وي مونږ يو بل سره مشاورت او مرسته روانه ساتلې ده۔ د کشمير په اړه شاه محمود قرېشي ووئيل د مقبوضه جمو و کشمير په صورتحال چې تر كومه حده چين د پاكستان د موقف تائيد او ملاتړ كړې د دې نه اندازه لګېدې شي چې زمونږ اړيكې څومره ژورې دې۔ ده ووئيل د چين صورتحال زيات بدل شوې او دا مهال د نړۍ دوېم لوے معيشت دے٬ كوم رفتار سره چې دوي د پرمختګ سفر روان ساتلې دې هيله ده چې په راتلونكو څو كلونو كښې به چين د نړۍ د لوي معيشت په توګه رامخې ته شي۔ خارجه وزير ووئيل په كال 2021 كښې مو د دوستۍ 70 كلن جشن په جوش او جذبه سره د لمانځلو عزم كړې