د لنډ مهال اولس مشر محمد صادق سنجراني خبرې

image

اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) کرونا وائرس څخه د خلاصي په هلو ځلو كښې د لوي څښتن په حضور مرستې ٬ فضل او كرم لپاره په ايوان صدر كښې خاص دعا شوې۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع دعا وكړه شوه جې لوي څښتن هېواد د كرونا وائرس څخه محفوظ اوساتي او ځپلو كسانو له دې الله پاك زر روغ صحت وركړي۔ دعا كښې لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري او سناتورانو شبلي فراز، جاوېد عباسي، سجاد طوري، منظورکاکړ، روبينه خالد، ستاره اياز، رخسانه زبېري او اورنګزيب خان ګډون وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني ووئيل خلقو له د وائرس څخه بچ كېدو لپاره احتياطي تدبيرونه خپلول پكار دي۔ ده په علماﺀ كرامو او ميډيا زور رواړو چې ھغوي د وباء نه بچ كېدو لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل كردار اولوبوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں