د پاك فضائيه الوتكه د 16 ټنه طبي سامان سره پاكستان ته راورسېده۔ د اېن ډي اېم اے وياند

image

اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د پاك فضائيه يوه كارګو الوتكه بيجنګ څخه د 50 وینټیلېټرز په شمول د کووډ۔(19) 16 ټنه طبي سامان سره پاكستان ته رارسېدلې ۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې چين څخه د کووډ۔19 طبی سامان پاكستان ته د منتقل كېدو لړۍ روانه ده۔ د نهې په ورځ راوړلې شوي 16 ټنه طبي سامان كښې 20 بائیو سېفټی کېبنټ او 50 وینټیلېټرز هم شامل دي۔ دې سره سره 3 لکه ټېسټنګ کټس، 65 زره اېن۔95 ماسک او 10 زره سرجیکل ګاؤن هم په سامان كښې راوړلې شوي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں