د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هڅې روانې وي۔ سېنېټر شبلی فراز

image

اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به هڅې روانې وي۔ د جولائي په 25 مه نېټھ كال 2018 د پی ټی آئی كارمندانو او 22 كروړه اولس په ګډه د نوي سوچ بنياد كېښودلو۔ يو ناوړه ٬ مراعات لرونكې ٬ اقربا پروره او كرپټ نظام ته ماتې وشوه۔ ننۍ ورځ د پاكستان د جمهوري تاريخ يوه يادګاره ورځ ده۔ د خالي په ورځ د 25 جولائی 2018 ټاكنو مناسبت سره وفاقي وزير ووئيل ناوړه نظام جوړونكو د هېواد ادارې او معيشت كمزورې كولو سره ذاتي ګټې ترلاسه كولې۔ مونږ چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد د قرضو په دلدل كښې نښتے وو۔ ولې سره د ټولو ستونزو او چېلنجونو مونږ د وزيراعظم په مشرۍ كښې نوي عزم سره اصلاحاتو پلو مخ په وړاندې لاړو۔ د كورونا وائرس مو نه يوازې مخنيوې وكړو بلكې معيشت او صحت دواړو ته اهميت وركړې شو۔ ده ووئيل د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړې شوه۔ ده ووئيل كامياب جوان پروګرام ٬ د زده كړو يو ډول نصاب ، بلین ټری سونامی د پرمختګ د سفر پېل كېدل دي۔ دغسې د سي پېك رفتار ګړندے كړے شو ٬ ډېمز جوړولو او كم آمدن لرونكو وګړو له ګامونه پورته كړې شول۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هڅې روانې ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں