اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د راتلونكي مالي كال لپاره د بجټ وړاندېزونو عملي كولو لپاره مالياتي بل 2020 منظور كړے ٬ د مخالفې ډلې ټول تراميم مسترد او د حكومت لخوا جمع كړي ټول بدلونونه منظور كړے شول ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزيرمحمد حماد اظهر تحريك وړاندې كړو چې د جولائي وړمپنۍ نيټې څخه د پېل كېدونكي مالي كال 2020 لپاره د وفاقي حكومت مالي وړاندېزونه عملي كولو او په ځينې قوانين كښې د بدلون كولو لپاره په مالياتي بل 2020 دې غور وكړے شي۔ په دې مهال د مخالفې ډلې لخوا خواجه محمد آصف’ بلاول بھټو زرداري’ احسن اقبال’ مولانا اسعد محمود او سيد نويد قمر په بجټ وړاندېزونو تنقيد وكړو ٬ د دې نه پس سپيكر د مالي كال 2020 په بل غور كولو لپاره تحريك غونډې ته وړاندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو ۔د دې نه پس سپيكر بل شق وار منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو او د بل په بېلا بېلو شقونو شاهده رحماني’ شګفته جماني’ شزه فاطمه خواجه’ ډاکټر نفيسه شاه’ عبدالقادر پټيل’ سيد نويد قمر او نورو په فناس بل كښې د بدلون كولو تجاويز وركړل چې وفاقي وزير حماد اظهر ئې مخالفت وكړو٬ دغسې د مخالفې ډلې ټول بدلونونه غونډې په زياته شمېره مسترد كړل او د وفاقي وزير لخوا وړاندې كړي ټول بدلونونه منظور او د بل برخه جوړ كړے شول۔ په دې موقع وفاقي وزير حماد اظهر د مخالفې ډلې د بدلونونو ځواب وركولو سره ووئيل د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ په مد كښې په ماضي حكومتونو كښې په سګرېټ 60 اربه روپۍ په كلنه توګه وصول كېدلې او مونږ سږ كال 115 اربه روپۍ وصول كړي او په راتلونكي كال كښې به دا 140 اربه روپو ته رسوو۔ ده ووئيل په قوانين كښې د بدلون د لارې د ټېكس ريونيو ښه كولو هڅې روانې دي۔ په يوه موقع مخالفې ډلې د رائے شمېرې چېلنج كړې نو سپيكر غړي پاڅول او ووټنګ ئې وكړٶ نو د بل د شق نهم په حق كښې 160 حكومتي غړو رائې وركړې او په مخالفت كښې ئې د مخالفې ډلې 119 ووټونه رامخې ته شول دغسې د بل شق 9 هم منظوري وركړې شوه