اسلام آباد ۔ 16 اګست (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د کورونا وائرس حوالې سره تازه شمېرې جاري كړې دي۔ د خالي په ورځ د اېن سی او سی جاري كړې شمېرو لمخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 670 رنځورانو ټېسټونه مثبت راغلل۔ په دې مهال 6 نور كسان مړه شول۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 24 زره 22 ټېسټونه وكړې شول كومو كښې چې د سندھ 9 زره 774، پنجاب 8 زره 124، خیبرپختونخوا 1 زر 876، اسلام آباد 2 زره 873، بلوچستان 978، ګلګت بلتستان 223 او آزاد کشمیر 165 ټېسټونه شامل دي۔ تر دې دمه كورونا نه 2 لکه 66 زره 301 كسان روغ شوي دي۔ دا مهال كورونا له په مخصوص كړې شويو 1 زر 920 وېنټیلېټرز 141 کورونا رنځوران دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا اېكټو كېسونو ټوله شمېره 16 زره 248 ريكارډ كړې شوه۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا رنځورانو شمېره 2 لکه 88 زره 717 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې 6 زره 168 كسان د كورونا د لاسه مړه شوي دي كومو كښې چې د سندھ 2 زره 317 ٬ پنجاب 2 زره 182 ، خېبر پختونخوا 1 زر 238 ٬ اسلام آباد 173 ،بلوچستان 138، ګلګت بلتستان 60 او آزاد کشمیر 60 كسان شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا 22 لکه 77 زره 153 ټېسټونه شوي دي۔ هېواد كښې دا مهال د كورورنا درملنو له خاص كړې شويو 735 روغتونونو كښې 1 زر 308 رنځوران درملنو له بستر دي