وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره كوئټه ته لاړ

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره كوئټې ته تللے چرته به چې هغه په بلوچستان كښې د بارانونو او سېلاب له امله په ځپلو سيمو كښې د شوي زيان٬رېليف اقداماتو او په صوبه كښې د پرمختيائي كارونو په اړه د غونډې مشري كوي۔د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم به په كوئټه كښې د بلوچستان صوبائي كابينې غړو سره هم ملاقاتونه كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر٬د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل هم د وزيراعظم سره ملګري وو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں