د حکومت په غوره حكمت عملۍ د پاکستان کرنټ اکاؤنټ خسارہ 20 اربه ډالره څخه 3 اربه ډالرو ته راغلې

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د پلاننګ اینډ ډویلپمنټ وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي د کورونا وائرس په وجه د برتانيې معیشت 20 فیصده او د امريكې معيشت 32 فیصده کم شوے خو د لوي څښتن په فضل او کرم د پاکستان معیشت زیات مشکلات څخه بچ شوے ۔ د حکومت د ښې تګلارې سره د پاکستان کرنټ اکاؤنټ خسارہ 20 اربه ډالره اوس 3 اربه ډالره ته راغلې ۔ د دې خیالاتو څركندونه ده اسلام آباد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری كښې د پاکستان د آزادۍ ورځ لمانځلو په لړ كښې د بيرغ هسك كولو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ جشن آزادۍ په خوشحالۍ كښې كيك هم پرې كړے شو۔ ګڼ شمير سوداګر هم په دستوره كښې موجود وه۔ دستورې ته ده ووئيل حکومت د ټولو څانګو پرمختګ لپاره چمتو دے چې له امله به ئې اوس د پاکستان معیشت تند رفتاره پرمختګ پلو روان شي دغسې راروان كال به د پرمختګ په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل سوداګره ورورولي د كورونا وائرس له امله ستونزو سره مخ شوې وه خو د هغوي لپاره ښه ورځې راتلونكې دي۔ده باور وركړو چې د سوداګرو لپاره د فکسډ ټیکس په نظام غور روان دے۔ ده ووئيل ډير زر به چیمبر كښې يو ميټنګ كښې د سوداګرو معهمو مسئلو حل كولو هڅه وكړې شي۔ په دې مهال د اسلام آباد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری سینئر نائب صدر طاہر عباسی، نائب صدر سیف الرحمن خان، محمد اعجاز عباسی، خالد اقبال ملك، چوهدری ندیم الدین، خالد چوهدری، شیخ عامر، چوهدری محمد علی، ناصر چوهدری او نورو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں