د هند او امريكې د ترهګرۍ مخنيوي مشتركه وركنګ ډلې په اعلاميه كښې د جواز نه غېر د پاكستان حواله وركول رد كوٶ۔پاكستان

image

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د هند او امريکې د ترهګرۍ مخنيوي مشتركه وركنګ ډلې په 17مه اعلاميه د خپل ردعمل څرګندونه كولو سره اعلاميه كښې د جواز نه غېر د پاكستان حواله وركول په سختۍ سره رد كړي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږ په دې لړ كښې خپل تحفظات امريكائي چارواكو ته رسولي دي ۔ وياند ووئيل ضرورت د دې خبرې دې چې ټول شريك هېوادونه دې د سوئيلي آسياء په منطقه كښې امن او امان سره د تړلې مسئلو تذكره د زمكيزو حقائقو له مخې وكړي ٬ او د يو اړخيزه او د حقائقو منافي رائے وركولو نه دې ډډا وكړي۔ وياند ووئيل نړيواله ورورولي د دې حقيقت نه ښه خبر ده چې پاکستان د هند په ايما او معاونت آډانه د پولې بلې غاړې نه د ترهګرۍ ښكار دې ٬ نړيواله ورورولي د پاكستان د ترهګرۍ په ضد هلې ځلې٬ قربانۍ او د دې په نتيجه كښې ترلاسه شوې كاميابۍ تسليموي۔ وياند ووئيل پاكستان د دې خبرې څو ځله څرګندونه كړې ده چې د آر اېس اېس په اېجنډا روان د بي جے پي سركار غېر ذمه واره رويه ٬ اقليتونو سره ناروا سلوك٬ مقبوضه کشمير كښې رياستي ترهګري، او د پاکستان او منطقې د نورو هېوادونو په ضد د هند جارحانه سلوك د بشپړه سوئيلي منطقې امن شديد خطرو سره مخ كوي۔ وياند ووئيل نړيوالې ورورولۍ له په هند زور رواړل پكار دي چې ھغه د منطقې د امن او استحكام په ضد رويه خپلولو نه ډډه وكړي

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں