انسانی عظمت او وقار،د بشري حقونو نړيوال قوانین په ضد دے،هند دې د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پاسداری وكړي، خارجه دفتر

image

اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) د هند سینئر سفارتکار خارجه دفتر ته رابللې شوے او په 9 جون د قابضو هندي عسكرو د اړخه په لائن آف کنټرول (ایل او سی) جندروټ سیکټر كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزیو ورته سخت احتجاج ریکارډ كړے شوے۔ د هند عسكرو د ډزو په نتيجه كښې د دوه ميرمنو پشمول څلور كسان ژوېل شوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياندې له مخې سینئر هندے سفارتکار خارجه دفتر ته رابللې شوے او هغه له احتجاجی مراسله وركړې شوې او ورته وئيلي شوي چې قابض هندي عسكر په ایل او سی او ورکنګ باؤنډری پرله پسې خلاف ورزی كولو سره د آرټلری،لوئې او خودکاره وسلې د لارې عام وګړي او آبادي په نښه كوي۔

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں