د افغانستان اوسني صورتحال په تناظر كښې د پاكستان اوسنۍ افغان پاليسي كاميابه شوې

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئيلي دي د افغانستان د اوسني صورتحال په تناظر كښې د پاكستان اوسنۍ افغان پاليسي كاميابه شوې، بايد مونږ افغانستان سره ښې اړيكې ولرو، افغانستان له به خپلې ستونزې په خپله لرې كول وي، پاكستان ئې يوازې مرسته كولې شي. د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په پاكستان او منطقه د آغېز په اړه په افغانستان كښې د امريكې او طالبانو د سولې په لوظنامه په تحريك بحث پېل كولو سره سېنېټر مشتاق احمد ووئيل د افغان ډلو ذمه واري ده چې هغه د افغانانو ترمېنځه مذاكرات كامياب كړي، پاكستان ته په اوسني صورتحال كښې د بېدار اوسېدو ضرورت دے. ده ووئيل په افغانستان د امن سره به پاكستان كښې امن راشي. سېنېټر مشاهد حسېن سيد ووئيل د افغانستان اوسنې صورتحال په نظر كښې ساتلو سره د پاكستان اوسنې افغان پاليسي كاميابه شوې. بايد مونږ افغانستان سره ښې اړيكې جوړې كړو چې دغسې نه زمونږ خاوره د دوي په ضد وكارولې شي او نه د هغوي خاوره زمونږ په ضد وكارولې شي. سېنېټر لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عبدالقيوم ووئيل بايد د افغانستان په معاملو مونږ د خپلې ګټی تحفظ وكړو. افغانستان له به خپلې ستونزې په خپله حل كول وي، پاكستان يوازې مرسته كولې شي. سېنېټر سراج الحق ووئيل د افغانستان نه د امريكې وتلو نه پس د صورتحال تر مخه بايد حكمت عملي وضعه كړې شي. د پاكستان لور ډاكټر عافيه وطن ته راوستلو لپاره بايد اقدامات وكړے شي. سېنېټر مشاهد الله خان ووئيل هند په پاكستان كښې په ترهګرې كښې ككړ دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں