اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي مقبوضه كشمير كښی په هندي جبر او تشدد به نړيوال ضمير آخر كله بېدارېږي۔ هند مقبوضه كشمير كښې د ظلم او زياتي انتها ته رسېدلے ۔ د زيارت په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل د نيكه مړي ته نزدې ناست نمسے د انصاف اوانسانيت بېرغ پورته كوؤنكو لپاره سواليه نشان دے۔ كه داسې پېښه اروپا كښې رامخې ته شوې وه نو ټوله نړۍ كښې به ئې اثرات محسوس شوې وو۔ ده ووئېل معاشي او ذاتي ګټې له نړيواله بې حسي د افسوس وړ ده۔ علی امین ګنډاپور ووئيل نړۍ له به د هندي ظلم او زياتي مخ نيوے كول وي۔ ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې بلها كشميري ځوانان وژلي دي