د سېنېټ څخه د اېف اے ټي اېف په اړه د دوو مهمو بلونو په منظورې ټول قوم له مباركي وركوم

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د سېنېټ څخه د اېف اے ټي اېف په اړه د دوو مهمو بلونو په منظورې ټول قوم له مباركي وركوم، د دې قانون سازې د لارې به د اېف اے ټي اېف د ډېډلائن پوره ختلو له مرسته تر لاسه شي. د زيارت په ورځ په وېډيوئي پېغام كښې د قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم ووئيل په دې دوو بلونو كښې يو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اېكټ 1948م ترميمي بل او دوهم د ترهګرۍ مخ نيوي په اړه د يو آر اېس بل دے. ده ووئيل د دې قانون سازې د لارې به د اېف اے ټي اېف په ډېډلائن پوره ختلو له مرسته تر لاسه شي. وفاقي وزير ووئيل زه ټول قوم ته د لوي اختر مباركي وايم او خواست به كوم چې د سماجي فاصلې اصول په نظر كښې ساتلو سره دا اختر ولمانځل شي.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں