د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیرسناتور شبلی فراز بهادر او غیور قبائلی اولس له په پخواني فاټا كښې د جمهوری عمل په يو كال ترسره كيدو مبارکي وركړه

image

اسلام آباد 20 جولائی (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیرسناتور شبلی فراز وئيلي دي چې بهادر او غیور قبائلی اولس له په پخواني فاټا كښې د جمهوری عمل په يو كال ترسره كيدو مبارکي وركوم، تير كال په دې ورځ هيواد سره مينه لرونكي قبائلی اولس ته د هغوي د خاص قربانیو او استقامت ميوه د ووټ په صورت كښې ترلاسه شوې وه۔ د ګل په ورځ خپل په يو ټويټ كښې وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل سباؤن كښې به هغوي ته نورې هم خوشحالۍ ، زيري او د پرمختګ امکانات ترلاسه شي، قبائلی اولس د وزیراعظم عمران خان زړه ته نزدې دے،د هغه ځائ پرمختګ او هغوي خپلواكه كول د وزيراعظم عزم دے۔ ده ووئيل قبائلی اولس ته وکیل، دلیل او د اپیل حق ترلاسه كيدل بدلون دے، مرکزی جمهوری چوكاټ كښې د هغوي ګډون د نوي قوي او سوكاله پاكستان علامت دے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں