د زرتاج ګل ډېره غازي خان كښې د حضرت سخي سرور دربار ته حاضري

image

اسلام آباد ۔ 8 اګست (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزيرې زرتاج ګل خپله حلقه اېن اے 191 ډېره غازي كښې د حضرت سخي سرور دربار ته حاضره شوه او د هغه په مزار ئې د ګلونو څادر غوړولو سره فاتحه خواني وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې زرتاج ګل ووئيل د سخي سرور اولس ټول عمري ماته مينه راكړې ده۔ زه هره يوه مسئله كښې دوئي سره ولاړه يمه۔ دې ووئيل سخي سرور سيمه كښې د كروړونو روپو پرمختيائي كارونه روان دي۔ د برېښنا ٬ ټف ټائل مد كښې په دربار شريف د يو كروړ روپو پرمختيائي او د روغتون جوړولو كار هم روان دے۔ دې ووئيل راروانو درې كلونو كښې به سختي سرور كښې دكروړونو روپو پرمختيائي كارونه روان وي ولې چې زمونږ مشن داولس خذمت كول دي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں