اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي سره د هلال احمر سوسائټۍ چيئرمېن ابرار الحق د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ليدلې دي ۔ په دې موقع صدر سپارښتنه وكړه چې هلال احمر دې د كرونا ځپليو لپاره د طبي سهولتونو وركولو په لړ كښې خپله دائره كار لا پراخه كړي، د وباء مخ نيوي لپاره دې د هلال احمر٬ د صحت قامي وزارت او اېن ډي اېم اے ترمېنځه رابطې موثره كړے شي۔ په دې موقع ابرار الحق صدر ډاکټر عارف علوي ته پريزنټېشن هم وړاندې كړو