كابل 13 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د افغانستان موده ترسره كونكې سفير شكرالله عاطف مشال د زيارت په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې شوي. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان او افغانستان د مذهب، ورورولې، كلتور او د ګاونډيتوب قوي اړيكې لري، د پولې په دواړو خوا اولس يو بل سره د مينې او احترام رشته لري. ده ووئيل پاكستان يو سوله ايز، مستحكم او خوشحال افغانستان ليدل غواړي او دا منطقې لپاره ضروري دے. د قومي اسمبلۍ سپيكر په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال د دواړو هېوادونو اړيكې مستحكمولو لپاره د ده د خدماتو ستائنه وكړه. افغان سفير د پاكستان او افغانستان د تجارت په لار كښې خنډونه لرې كولو لپاره د قومي اسمبلۍ سپيكر د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل افغانستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري