اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي ټولې ادارې په ګډه كار كوي۔ عمران خان نه ټرپل پلس اېن آر او غوښتلے شي۔ اے پي سي نه وړاندې كاميابه شوې وه او نه به اوس شي۔ د اپوزيشن ايجنډا په لنډه لاره د اقتدار ايوان ته رسېدل دي۔ د نړۍ تر ټولو لوئې لوبغاړے زمونږ وزيراعظم دے۔ اوس به هېواد سره څوك دھوكه ونه كړے شي ۔ د پارلماني چارو صلاحكار ميډيا آفس له مخې هغه چكري كښې يوې استقباليې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل ځينې خلق پوښتنه كوي بدلون كوم ځائې دے۔ زه دوي ته وئيل غواړم هېواد كښې بدلون راغلے دے۔ ده ووئيل هند سره نېغه خبره كوؤنكے يوازنے لارښود عمران خان دے۔ يو بل وزيراعظم ؤ چا چې مودي خپل كور ته راغوښتلے ؤ ۔ په نواز دور كښې نه د مودي اميګرېشن وشو او نه هغه د وېزې اخستلو ضرورت محسوس كړو۔ ده ووئيل عمران خان څخه ټرپل پلس اېن آر او غوښتلې شي۔ ده ووئيل چا چې ملين ووټ نه دي اغستي هغه به ملين مارچ له كوم ځائې نه كوي۔ ده ووئيل جمهوریت مستحکم دے۔ حكومت به 5 كلونه موده ترسره كوي۔ ده ووئيل په هره خبره رياست له پېغور وركوونكې آخر د چا خذمت كوي