مملكت ډاكټر عارف علوی د خاص كسانو په اړه د سپریم كورټ د اوسنۍ پريكړې هركلے وكړو

image

اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی د خاص كسانو په اړه د سپریم كورټ د اوسنۍ پريكړې هركلے كولو سره د خاص كسانو په اړه مستند كوائف مرتب كولو په حاجت زور راوړے دے ۔د ګل په ورځ په سوشل ميډيا خپل پیغام كښې صدر د سپریم كورټ د خاص كسانو په اړه پريكړه ښه ګرځولو سره ووئيل دا پريكړه د خاص كسانو د حقونو باوري كولو لپاره لوئ اهميت لري۔ صدر ووئيل د خاص كسانو په اړه سم كوائف او شميرې مرتب كولو ته اړتيا ده دغسې چې دوي په ټولنه كښې خپل كردار ترسره كولو كښې په مالی توګه خپلواكه شي۔ سپریم كورټ په 14 جولائی خپله پريكړه كښې وفاقی او صوبائی حكومتونو ته امر كړے چې خاص كسانو له د هاؤسنګ، ټرانسپورټ ملازمتونو پشمول په اولسي ځايونو آسانۍ وركړئ۔د چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ كښې جسټس اعجاز الاحسن او جسټس مظهر عالم خان میاں خیل درې كسيز بینچ د خاص كسانو د حقونو په اړه د كيس پريكړه كولو سره وفاقی او صوبائی حكومتونو ته دا هم سپارښتنه كړې وه چې خاص كسان بھرتی كولو له دې د خالی چوكو اشتهارات شائع كړے شي او د كامیابو امیدوارانو تقرری دې وكړې شي۔ په دې اړه په 2013ء كښې سپریم كورټ كښې مقدمه دائر كړې شوې وه چې پكښې د خاص كسانو په بنیادی حقونو د عمل كولو استدعا شوې وه

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں