بین الپارلیمانی یونین صدرې ګیبریلا کیویس بیرن د ملکه کوهسار مری دوره

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی) د بین الپارلیمانی یونین صدرې ګیبریلا کیویس بیرن د جمعې په ورځ ملکه کوهسار مری دوره وكړه۔ د سینیټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې بین الپارلیمانی یونین صدره د سينيټ چیئرمین په بلنه د پاکستان دوره کوي۔ د سينيټ چیئرمین محمد صادق سنجرانی، د اطلاعاتو وفاقی وزیر سناتور شبلی فراز، سناتور مرزا محمد آفریدی او سناتور دلاور خان هم دې سره ؤ۔ بین الپارلیمانی یونین صدرې د لاهور او ګوادر دوره کړې ده۔ د پاکستاني كلتور او ميلمستيا څخه متاثره شوي۔ بین الپارلیمانی یونین صدرې د پاکستاني كلتور او په ميلمستيا خصوصی سفر نامه ليكلو پريكړه كړې۔ د سينيټ چیئرمین محمد صادق سنجرانی او د بین الپارلیمانی یونین صدرې ګیبریلا کیویس بیرن د وزیراعظم پاکستان اونو نالولو په كمپائن كښې په ګورنر هاوَس كښې بوټې نال كړو۔ په دې موقع د آئی پی یو صدرې ووئيل پاکستان قدرتی مناظر او تفریحی ځايونه لري ٬ د ټولې نړۍ سيلګرۍ دلته راتللو څخه په زړه پورې استفاده كولې شي ۔ دې ووئيل د پاکستان اولس ميلمه دوست او مينه لرونكې دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں