اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وېروس وروستي معلومات خپاره كړي۔ په روغتونونو كښې د وېروس له امله 8 ناروغان مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وېروس 35 زره 71 ټېسټونه وكړې شول۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وېروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس لپاره په بېل كړې شويو 1 زر 912 وېنټی لېټرز د كورونا 104 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د وېروس اېكټو كېسونو شمېره 8 زره 884 ده۔ د ځپليو شمېره 3 لکھ 13 زره 984 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د آزاد کشمیر 2 زره 776، بلوچستان 15 زره 323، ګلګت بلتستان 3 زره 816، اسلام آباد 16 زره 713، خېبر پختونخوا 37 زره 908، پنجاب 99 زره 665 او د سندھ 1 لک 37 زره 783 رنځوران شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې وېروس د لاسه د مړو شويو كسانو شمېره 6 زره 507 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د سندھ 2 زره 517 ، پنجاب 2 زره 238 ،خېبر پختونخوا 1 زر 260 ٬ اسلام آباد 183 ٬ بلوچستان 146، ګلګت بلتستان 88 او د آزاد کشمیر 75 كسان شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس 36 لکھ 15 زره 244 ټېسټونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا درملنو له خاص كړې شويو 735 روغتونونو كښې د 717 رنځورانو درملنې روانې دي۔