د قرآن پاك بې حرمتي د مسلمانانو په ضد څرګنده ترهه ګري٬د قرآن پاك بې حرمتي مسلمانان په يو صورت كښې هم نه شي زغملې۔د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري

image

فيصل آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئېلي دي چې د قرآن پاك بې حرمتي د مسلمانانو په ضد څرګنده ترهه ګري٬د قرآن پاك بې حرمتي مسلمانان په يو صورت كښې هم نه شي زغملې۔وفاقي وزير د خالي په ورځ د فيصل آباد دوره وكړه هغه د مركزي علماﺀ كونسل چيئرمېن صاحبزاده محمود قاسمي استوګنې ته لاړو۔وفاقي وزير په سويډن او ناروے كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ او د سپكاوي د خاكو د اشاعت د پېښو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه او وې وئېل چې داسې پېښې د نړۍ د امن تباه كولو يو ناوړه سازش دې ځكه چې د نړۍ څلورمه برخه آبادي د مسلمانانو ده۔ده ووئيل چې د مسلمانانو مقدس او آسماني كتاب قرآن پاك دې او د دې بې حرمتي كول د مسلمانانو په ضد څرګنده ترهه ګري دي كوم چې مسلمانان په يو صورت نه شي زغملې۔ده ووئيل چې مسلمانان د نورو مهذهبونو احترام كوي دغسې بايد نور قومونه هم د مسلمانانو د مقدس كتاب احترام وكړي۔ده ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت د ټولو مسلكونو علماﺀ سره په رابطه كښې دې او د دوي مشوره او مرسته به په هېواد كښې د اړي ګړي خپرونكو په ضد كاروائي كېږي خوږ وطن به د مذهبي روادارۍ او امن مركز جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں