د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د معدنيات څانګې د كاركردګۍ په اړه غونډه

image

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د معدنيات څانګې كاركردګۍ جاج اغستو لپاره غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د معدنيات لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او د منصوبه بندۍ وزارت او پټروليم ډويژن لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول بي اېم اي سي معدني څانګې ته ودې وركولو لپاره د ايکسپلوريشن اينډ منرل مينجمنټ کمپنۍ په توګه جوړه كړې شوې ٬ دا كمپني د وفاق او صوبائي حكومتونو شريكه منصوبه ده ۔ وفاقي وزير د معدني وسائلو په َخاص توګه په لويه كچه د درنګونو كېندلو او د ډاﺅن اسټريم صنعتونو ودې لپاره د صوبائي حكومت او اړوند شراكتدار سره د كوټلې هلو ځلو په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل نوې جوړې كړې كمپنۍ له هېواد كښې د موجود معدني وسائلو ودې لپاره كردار لوبول پكار دي او سږ كال په دې لړ كښې په زړه پورې پېشرفت رامخې ته كېدل پكار دي۔ ده د معدنيات لټولو لپاره په جامع كاروائې او منصوبو زور رواړو۔ اسد عمر د جيولو جيکل ميپنګ، منرل انوسټي ګېشن، مېپس او رپورټس پبلي کېشن لپاره په نړيواله كچه د وسائلو اختيارولو امر هم وكړو

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں