ضلعو كښی په 3 زره 497 ځايونو كښې سمارټ لاك ډاؤن لګولے شوے۔

image

اسلام آباد۔13اکتوبر (اے پی پی) د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) غونډه د نهې په ورځ د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ فورم ته ووئيلے شؤل د ګرد هېواد په 103 ضلعو كښې 3 زره 497 سمارټ لاك ډاؤن نافذ كړے شوي۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل د دې وائرس په ضد د پورته كړو ګامونو په نتيجه كښې ډېر قيمتي ځانونه بچ كړې شوي۔ تر دې دمه مونږ د يو قوم په حېث او ټولو همكارانو سم ګامونه پورته كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ خپرېدو په ضد كاميابۍ كښې تر دې دمه د خلقو فعاله رد عمل بنيادي حېثيت لري۔ پاكستاني اولس نه يوازې خپل حفاظت بلكې د نورو حفاظت هم باوري كولو له د لارښودنې په اصولو عمل كولو سره د ذمه وارۍ څرګندونه كړې ۔ اسد عمر اولس ته د مؤثره پېغام وركولو په حقله ميډيا ته د عقيدت پېرزئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل پاكستانے اولس او ميډيا دوه مهمې ستنې دي او دواړو د وائرس خپرېدو مخنيوي هڅې كاميابې كړې۔ د سندھ چيف سكرېټري فورم ته ووئيل مونږ د تعليمي ادارو او مېرج هالونو نګراني كوؤ او د اېن سي او سي د لارې د جاري كړو هداياتو له مخې انتظامي ګامونه باوري كولې شي۔ د خېبر پختونخوا سكرېټري فورم ته ووئيل مونږ د کووېډ۔19 پروټوکول په خلاف وزرۍ كولو د ځينو هوټلو او شادي هالونو په ضد انتظامي ګامونه پورته كړي۔ د بلوچستان چيف سېكرېټري فورم خبر كړو چې د اېن سي او سي ټي ټي كيو په ستراتيژۍ عمل كولو سره بلوچستان كښې د كووېډ 19 كېسونو كښې كمې رامخې ته شوے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں