اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د كشمير او د فلسطين اولس د څو لسيزو نه قربانۍ وركوي۔ مونږ به هم امن په ځائې كولو له كه ضرورت شو نو د ځان قربانۍ وركولو نه سرغړونه نه كوؤ۔ نړيواله ورورولي دې كشمير كښې امن په ځائې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له به پارلېمنټ د دې مركز جوړولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د امن نړيوالې ورځې په موقع د كشمير كمېټۍ تر سېوري لاندې سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ملګري ملتونه دې كشمير او فلسطين كښې شخړې ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل اسلام د امن درس وركوي۔ په دې تعليماتو عمل كولو سره امن په ځائې كېدې شي۔ زمونږ د ګران پېغمبر حضرت محمد خاتم النبیين ۖ د مور نامه آمنه وه۔ د دې مطلب دے چې زمونږ د نبي امن سره خاص تعلق دے۔ده ووئېل د نبی کریم خاتم النبیين ۖ منونكي نړۍ كښې امن راوستلے شي۔ امن لپاره كه مونږ د خپل ځان قرباني كولو سره هم مخ شؤ نو دې نه به سرغړونه ونه كړو۔ ده ووئيل د تېر يو كال نه كشميرې اولس د ژوند بنيادي آسانيو نه محروم دے۔ کشمیر كښې 22 زره مېرمنې كونډې كړې شوي ۔ په زرګونو ځوانان شهيدان كړې شوي۔ د سوؤنو په شمېر مېرمنو عصمت ته زيان رسولے شوے ۔ نړيواله ورورولي دې د مقبوضه كشمير اولس ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ترسره كري۔ ده ووئيل موجوده حكومت د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو له خپل كردار ترسره كوي۔ په دې لړ كښې به پارلېمنټ هم د دې مسئلې مركز جوړولے شي