اسلام آباد۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د پي ډي اېم كراچۍ كښې د كېدونكې اولسي غونډې مشري د ټي ټي پي ملګري كوي۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټويټر خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل چې د نن نه ديارلس كاله وړاندې د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوئے ځانمرګې بريد وشو په كوم كښې چې د بېنظير بھټو شهيدې كاروان په نښه كړے شو۔ 180 كسان شهيد او د 500 نه زيات كسان د پښو لاسونو نه محرومه شول۔ هغه ووئيل د دې ترهګرۍ ذمه واري ټي ټي پي قبوله كړې وه۔ نن هم په هغه ځائې د پي ډي اېم غونډه ده او مشري ئې د ټي ټي پي ملګري كوي