وزيراعظم عمران خان په نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله كاميابۍ سره رامخې ته كوي۔ د پارلماني چارو وزير علي محمد خان

image

اسلام آباد۔19اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان وئیلي دي چې پاکستان د کشمير مسئلې په ټولو نړیوالو غونډو کښې رامخې ته كولو كښې بريالے پاتے شوے دے او ټول پاکستانې اولس د هندي وزيراعظم د افراطي ذهنیت ناکامولو لپاره کشمیريانو سره ولاړ دے. هغه د راډیو پاکستان حالات حاضره پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ووئيل وزیر اعظم عمران خان د کشمیر قضیه مخ په وړاندې بوځي او دا لومړے ځل دے چې پاکستان په نړیواله کچه د کشمیر مسئله راپورته کړې ده. هغه ووئیل چې نړۍ په کشمير کښې د هند د غېر قانوني قبضې په اړه د پاکستان دريځ مني۔ هغه ووئيل عمران خان نړۍ ته وئيلي چې د نازي ازم په شان د هند هندوتوا نظريه هم نړيوال امن لپاره خطر دے۔ وفاقي وزير ووئيل اوس نړيواله ميډيا هم د بشري حقونو له منځه په وړلو او اقليتونو سره په امتيازي سلوك كولو په هند ټكونه كوي۔ هغه ووئيل ځينې لويے هېوادونه خپلې اقتصادي ګټې پام كښې نيولو سره په هندي طرز عمل خاموشه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په دې خبره ډېر افسوس دے چې ځينې عناصر د رياستي ادارو په ضد خبره كولو سره هندي ايجنډا له مضبوطوي۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې مونږ بايد سياسي اختلافات يو اړخ ته كړؤ او قامي ګټې له يو موټې شؤ۔ هغه ووئيل پاك پوځ نه يوازې بهر هېوادونو كښی د ترهګرۍ ختمولو كښې مهم كردار ترسره كړو بلكې زمونږ عسكر د هېواد ساتنې له هم روزانه قربانۍ وركوي۔ ده خبردارې وركړو چې د وسله وال ځواك په ضد بيانونه به په هېڅ صورت زغملې نه شي

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں