د اېف اے ټي اېف قانونونو منظورېدو سره د اپوزيشن د اېن آر او اميد ختم شو۔ اسد عمر

image

اسلام آباد۔ 4 اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ٬ اصلاحاتو او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې آيا هېواد كښې يوه مياشت وړاندے كومې نوې ټول ټاكنې شوي دي كومو كښې چې ټګي شوي وي ٬ چې اپوزيشن ناڅاپي اسمبلۍ نه لارو ته د راوتلو خبرې كوې۔ د اتوار په ورځ يو ټويټ كښې اسد عمر ووئيل چې داسې خو نه ده چې د اېف اے ټي اېف قانونونو منظورېدو سره د اپوزيشن د اېن آر او اميد ختم شوي وي؟ده ووئيل اپوزيشن اوس دې نتيجې ته رسېدلے دے چې اسمبلۍ نه خو اېن آر او ترلاسه كېږي نه نو دا ولې نه په سړكونو ولټولې شي

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں