اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي رسالپور لو كو موټو فیكټری كښې د ریلوے انجڼو او د كوچز جوړولو عمل پيل شوے ، چین د پېښور نه تر طورخم ریل پټړلۍ غزولو ته اتفاق كړے ۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې پوښتنو دمې په مهال سینیټر مشتاق احمد او سینیټر لیفټیننټ جنرل (ر) عبدالقیوم د پوښتنو په ځواب وفاقی وزیر ووئيل دا سمه نه ده چې رسالپور فیكټری د 2014 راهسې كومه منصوبه نه لري ، د تيرو دوو كلونو په مهال د انجڼو په رسالپور فیكټری كښې مرمت كيږي او اوس هلته د كوچز جوړولو عمل پيل شوے۔ ده ووئيل ډرائیورز او ټیكنیكل وركرز له ټیكنیكل الاؤنس وركړے كيږي، ټولو خوارې كښو له د پنشن عمل به د روانې مياشت په مهال بشپړ شي۔ده ووئيل د پېښور نه تر كراچۍ ریلوے لائن غزولے شي او چین هم د پېښور نه تر طورخم ریلوے پټلی غزولو ته صلاح شوے