كراچۍ كښې د شوې ډرامې مقصد د بدعنوانۍ تحفظ او اېن آر او غوښتل دي۔ ډاكټر شهباز ګل

image

اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې كراچۍ كښې د شوې ډرامې مقصد د بدعنوانۍ تحفظ او اېن آر او غوښتل دي۔ د ډرامې د لارې مادر جھوټ مادر ملت جوړول غواړي۔ كه نواز شريف انقلابي دے نو بايد هېواد ته راشي او د آئين او قانون پاسداري وكړي او د زندان پاتې ورځې زاندان كښې تېرې كړي۔ عمران چې څه وائي هغه كوي۔ تر كومې چې د عمران خان ژوند وي كه وزيراعظم وي يا نه وي هغه به د كرپشن كولو اجازه ورنكړي۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې شهباز ګل ووئيل د بده مرغه د تېرو 40 كلونو نه دوه ټبر سياست كښې راغلل هغوي په دروغو وئيلو كښې پي اېچ ډي كړې ده۔ ولې بيا هم نيولې شي۔ هغه ووئيل نن چې د مسلم ليګ نون كوم حشر شوے دے دا د نواز شريف ٬ شهباز شريف او مريم صفدر د لاسه دے۔ هغه ووئيل مريم صفدر پخوا غلط دستاوېزات عدالت ته وړاندې كړل په دې هغې ته سزا هم وركړې شوې ده۔ هغه نن د زندان نه بهر ځكه ده چې دې وئيلي وو پلار مې ناجوړه دے او زه د هغه خذمت كول غواړم۔ هغه ووئيل مريم صفدر كراچۍ كښی د هوټل دروازې ماتېدو په اړه دروغ وئيلي۔ خپل كسان ئې د ادارې خلك وښودل۔ ددې وېډيو ددې خپل رپورټر جوړه كړې ده۔ کپټن (ر) صفدر پخپله وائي دا وائرل كړه۔ كه دروازه ماته كړې شوې وه نو ددې وېډيو به ئې چلولې وې۔ هغه ووئيل دا يوه منظمه ډرامه وه۔ د بلاول بھټو ٬ كېپټن (ر)صفدر ، مریم صفدر او مریم اورنګزېب بيانونه په ريكارډ دي كومو كښې چې هغوي د پوځ سرلښكر او د آئي اېس آئي ډي جي نه د نوټس اخستو غوښتنه كړې ده۔ هغه ووئيل ددې ډرامې مقصد د خپلې بدعنوانۍ تحفظ او اېن آر او غوښتل وو۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل هندي ميډيا دې ډرامې ته ډېره هوا وركولو سره دا وړاندې كړه او وې وئيل چې كراچۍ كښې د پوليس او پوځ ترمينځھ ټكر شوے۔ هغه ووئيل د مريم د بيانيې يو مقصد نواز شريف انقلابي ثابتول دي۔ ولې انقلابي تېښته نه كوي۔ كه هغه انقلابي وي نو د قانون خيال ساتلو سره دې بېرته هېواد ته راشي او د زندان پاتې ورځې دې زندان كښې تېرې كړي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں