نواز شريف د ادارو په ضد يو وارې بيا بې بنسټه خبرې كوي۔ پي ډي اېم د پولو ساتونكو ادارو سپكاوې كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز خبري كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد. اسلام آباد ، 25 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر سېنېټر شبلي فراز وئیلي دي چې نواز شریف یو ځل بیا د ادارو خلاف غلطه وېنا کړې٬ پي ډي اېم د پولو ساتونکو ادارو سپكاوې كړې۔ د پاكستان اولس او حكومت د پي ډي اېم بيانيې په كلكه غندنه كوي۔ نواز شريف په بدعنوانۍ عدالتونو مجرم ګرځولے دے۔ لوټ كړې شوې دولت بچ كولو له به چا له د جمهوريت كارولو اجازه ورنكړو۔ پي ډي اېم ځان احتساب څخه ساتلو له يو نكاتي ايجنډه لري۔ د عمران خان د سیاست هدف د فاسدو عناصرو څخه د هیواد آزادول دي ، د پیپلز ګوند مشرتابه کمزورې سیاستونو دا سیمه ایز ګوند پورې محدود کړے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښی خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير د حكومت لخوا بلوچستان كښې په شوې بمي چاؤدنه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ هغه ووئيل زمونږ د خوږ پېغمبر نبي كريم (ص) د خاكو په اړه چې د فرانس حكومت كوم ګام پورته كړې دې د هغې كلكه غندنه كوؤ۔ وزيراعظم د شان رسالت ﷺ په اړه ملګرو ملتونو كښې هم خبره كړې وه۔ د حضور علېه السلام په شان كښې چې څوك ګستاخي كوي د هغوي په ضد به بشپړه احتجاج كوؤ او قانوني ګام به هم پورته كوؤ۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل كه د پي ډي اېم اولسي غونډه كښې په شان رسالت خبره كوله نو دا به ښه وه۔ اولسي غونډه كښې د ګډون كوؤنكو جذبات هم هغه دي كوم چې زما او ستا دي۔ هغه ووئيل په دې اولسي غونډه كښې يو داسې تن تقرير وكړو كوم چې عدالت مفرور ګرځولے دے۔ هغه ووئيل نواز شريف د ادارو په ضد يو وارې بيا غلطې خبرې كړې دي۔ ادارې او په خاص توګه پاك پوځ كوم چې د تېر 19 كلونو نه د ترهګرو په ضد پرله پسې جنګ كوي كومو چې دا هېواد سوريه ٬ لبنان او عراق جوړېدو له ورنكړو۔ نواز شريف په خپله زمكه پخپله بريد وكړو۔ او په دې لړ كښې هغه بيان بازي وكړه هغه چې څه خبرې كوي هغه ددغې نه څه په ډاګه كول غواړي۔ هغه ووئيل د پي ډي اېم په اولسي غونډه كښې اوېس نوراني د آزاد بلوچستان نعره پورته كره۔ هم دا د هېواد دښمنان غواړي۔ د اوېس نوراني بيان د هېواد دښمنه عناصرو بيانيه قوي كوي۔ هغه ووئيل مريم نوزا كوم اخلاقي جواز لري ځواب خو عدالتونو ته د هغې پلار له وركول دي۔ هغه ووئيل د بلاول بھټو د خلې نه د اولسې ګټې خبره لطيفه لګي۔ بلاول بھټو خپل پلار نه پوښتنه نه كوي چې تا روټۍ ٬ كپړا ٬ كور هم پرېښودو او پيپلز ګوند دې سيمه ايز ګوند جوړ كړو۔ راتلونكو ورځو كښې به دا د مشرتابه د ناقصه پالېسيو د لاسه تر دوه ضلعو محدود شي۔ هغه ووئيل بلاول بھټو دې سوئس بنکونو كښې د اېښودلې شويو 65 ملین ډالرو ځواب وركړي۔ شبلی فراز ووئیل چې وزيراعظم عمران خان به په هېڅ حالت كښی هېواد لوټ كوؤنكي نه پریږدي ، د پاکستان خلک سیاسي هوښیار دي ، د تحریک انصاف حکومت عزم لري چې هیواد به د اقتصادي سوكالۍ پلو بوځي۔ وزیر اعظم عمران خان د ټول ملت نمایندګي کوي. هغه ووئیل چې وزيراعظم عمران خان په هغه وخت کښې وئیلي وو چې هغه یوازې ولاړ دے او د واک په موده کښې به هم ځانله وي۔ د اپوزيشن يوه ايجنډه احتساب نه بچ كېدل دي۔ ددوئي زمكې او اولاد بهر دي۔ د هېواد خېر خواه څنګه جوړېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل چې مخالفه ډله د دشمن په ژبه خبرې كوي دوئي لپاره بايد عملي ګامونه پورته كړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل چې په دې هېواد كښې چې څوك د دښمنانو په ايجنډه كار كوي دوئي په اړه به ميټنګ كوؤ او ټولو همكارانو سره به په ګډه تګلاره وضعه كوؤ۔ د يوې پوښتېن په ځواب كښې هغه ووئيل سي پېك قومي منصوبه ده دا بايد كوم سياسي ګوند ته منسوب نه كړې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں