د احساس ايمرجنسي کېش پروګرام له مخئ يو كروړ 6 لكه كسانو له 129 اربه 51 كروړه روپۍ وركړې شوې

image

اسلام آباد ۔ 18 جون (اے پي پي) د احساس ايمرجنسي کېش پروګرام له مخې يو كروړ 6 لكه كسانو له 129 اربه 51 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ د احساس پروګرام لخوا د جاري تفصيلاتو له مخې په سندھ كښې 31 لكه 70 زره نه زياتو كسانو له 38 اربه 25 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ دغسې پنجاب كښې 46 لکه 67 زره كسانو له 56 اربه 58 کروړه نه زياتې وركرې شوې٬ په خېبر پښتونخوا كښې 19 لکه 99 زره نه زياتو كسانو له 24 اربه 26 کروړ،بلوچستان كښې 5 لکه 38 زره نه زياتو كسانو له 6 اربه 55 کروړه نه زياتې روپۍ او دغسې په آزاد کشمير كښې يو لك 81 زره نه زياتو كسانو له 2 اربه 22 کروړه نه زياتې وركړې شوي ۔د شمېرې تر مخه ګلګت بلتستان كښې 78 زره نه زياتو كسانو له 95 کروړه نه زياتې روپۍ او په اسلام آباد كښې هم 55 زره نه زياتو كسانو له 67 کروړه نه زياتې روپۍ وركړې شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں