خپلو سياسي مخالفينو ته ځواب به حلقه كښې د روانو پرمختيائي كارونو د لارې وركوم۔ زرتاج ګل

image

اسلام آباد ۔ 12جولائي (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي خپلو سياسي مخالفينو ته ځواب به حلقه كښې د روانو پرمختيائي كارونو د لارې وركوم۔ د اولس خېر ښېګړه تر ټولو وړومبي ده۔ د څو ملازمينو د لارې په ما كاڼړي ورولو او نعرې وهلو سره په ډېره غازي خان كښې پرمختيائي كارونه ودرېدې نه شي۔ كه دا بريد پخواني وفاقي وزير سردار اوېس لغاري كړې نه دې نو هغه دې د دې ښكاره غندنه وكړي۔ په ټويټر خپل بيان كښې دې ووئيل په دې بريد كښې د ككړو كسانو په ګاډي د مسترد كړې شوي سياسي ګوند نښه ښكاره ده۔ زمونږ كار بدمعاشي كول نه بلكې زغم او صبر كول دي۔ بدمعاشی كول د هغه سردارانو كار دے چاته چې ما ماتې وركړې ده۔ زرتاج ګل ووئيل فورټ منرو كښې د سردار اوېس لغاری، سردار جمال لغاری نامه اخستو سره د دوئي ټاؤټس بريد وكړو۔ مونږ به د دوئي د زياتي ځواب پرمختيائي كارونو سره وركوؤ ولې چې زمونږ په نزدې د اولس خېر ښېګړه تر ټولو وړاندې ده

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں