د قانون له مخې كوم هم دوه ځائي شهریت لرونكې تن د قامی اسمبلۍ او سينيټ غړے نه شي جوړيدے خو كومې هم بلې چوكۍ لپاره داسې څه بنديز نشته

image

اسلام آباد 20 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې د اثاثو تفصیلات اولس ته په ډاګه كولو روایت تحریك انصاف جوړ كړے، د قانون له مخې كوم هم دوه ځائي شهریت لرونكې تن د قامی اسمبلۍ او سينيټ غړے نه شي جوړيدے خو كومې هم بلې چوكۍ لپاره داسې څه بنديز نشته۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل وړاندې هم زياتره داسې شخصیات د حکومتونو په مهمو چوكو ؤ خو د هغوي د اثاثو تفصیلات اولس ته په ډاګه كولو روایت د عمران خان تحریك جوړ كړے۔ تر څو چې د دوه ځائي شهریت تعلق دے نو مونږ له به دا كتل وي چې قانون او آئین په دې لړ كښې څه وائي ۔ د قانون له مخې كوم هم تن دوه ځايي شهريت لرونكې د قامی اسمبلۍ او سینیټ غړے نه شي جوړيدے خو په بله كومه هم چوكۍ په دې اړه څه بنديز نشته۔ ده ووئيل د مفاداتو تصادم څخه بچ كيدو لپاره څومره واضح پالیسی چې تحریك انصاف خپله كړې هغه تر نن بل كوم ګوند نه ده خپله كړې۔ زما د رائې له مخې جمهوری روایات كښې د اولس ټاكلې شوي نمائندګانو حیثیت افضل وي ځكه هغوي ته د اولس باور ترلاسه وي بل خوا د هيواد چارو ترسره كولو لپاره هغوي ته د بيلو څانګو پوهانو اړټيا وي كوم چې د حكومت مرسته كولې شي او داسې په ټوله نړۍ كښې كيږي۔ د آئین له مخې وزیراعظم 5 دغسې صلاحكار تعینات کولې شي تير وخت كښې هم صلاحكار تعينات كړې شوي ؤ او عمران خان هم د قانون له مخې صلاحكار ٬ ټیکنو کریټس تعینات کړي دي۔ خارجه وزير ووئيل د وزیراعظم عمران خان په هدايت د تحریك انصاف حکومتی چارواكو د دوه ځائي شهریت او اثاثو څركندولو روایت جوړ كړے دے كوم چې تير وخت كښې نه ؤ

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں