د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې به د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالې لپاره هڅې روانې ساتلې شي

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ په كمپائن كښې د برخه اغستونكو كابينې غړو او د دوي پېغام اولس ته د رسوونكې اطلاعات وزارت او د مېډيا د استازو مننه كړې او وئيلي ئې دي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې به د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالې لپاره هڅې روانې ساتلې شي. د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ رامخې ته كولو كمپائن كښې په برخه اغستو د كابينې د غړو مننه كوم. ده ووئيل د حكومت د كاركردګې پېغام اولس ته په رسولو د اطلاعات وزارت او د مېډيا هم مننه كوم. سېنېټر شبلي فراز ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې به د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالې لپاره هڅې روانې ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں