په غېر قانوني هندي مقبوضه جمو كشمير كښې د پوځي محاصرې په يو كال ترسره كېدو د سېنېټ مهمه غونډه رابللې شوې

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئېلي دي چې په غېر قانوني هندي مقبوضه جمو كشمير كښې د پوځي محاصرې په يو كال ترسره كېدو د سېنېټ مهمه غونډه رابللې شوې۔دا ورځ به د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي۔د كشمير خلك د غاصب پوځي طاقت څخه نجات غواړي٬نړيواله ټولنه دې په هند فشار واچوي٬چې هغه د كشمير نه ووځي۔د نهې په ورځ د پارليماني چارو په وزارت كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده وئيل چې په غېر قانوني هندي مقبوضه جمو كشمير كښې د پوځي محاصرې يو كال ترسره شوې۔په دې لړ كښې د سېنېټ مهمه غونډه رابللې شوې۔ده ووئيل چې په غونډه كښې به يو تحريك وړاندې كوم۔په غونډه كښې به د كشمير نه علاوه كومه بله سياسي خبره نه كېږي۔د سېنېټ غونډه درې نكاتي ايجنډا ده۔ده ووئيل چې كشميريانو ته دې د خپلواكۍ حق وركړې شي او هند دې د كشمير نه ووځي۔ده ووئيل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح(رح)كشمير د پاكستان شه رګ ګرځولے او زمونږ وروستې منزل هم دا دې چې كشمير به پاكستان جوړېږي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں