د خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی پاکستان كښې نیپال سفیر سیوا لمسال ادھیکاری سره د مخه ښې ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 03 ستمبر(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي پاکستان د نیپال سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دا خبره ده پاکستان كښې د نیپال سفیر سیوا لمسال ادھیکاری سره د خبرو اترو په مهال وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره په خارجه وزارتِ كښې د مخه ښې ملاقات كړے ؤ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه شوي۔خارجه وزیر ووئيل پاکستان د نیپال سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ده ووئيل د پاکستان او نیپال ترمينځھ د سیاسی خبرو اترو څلورمه غونډه کامیابۍ سره كول رابطو ته د ودې وركولو عكاسي كوي۔پاکستان او نیپال ترمينځه دوه اړخيزه تجارت ودې په اړه هم خبرې اتري وشوي۔خارجه وزیر ووئيل د نیپال خارجه وزیر د پاكستان دورې كولو ته سترګي په لاره يو۔خارجه وزیر پاکستان او نیپال ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره د نیپال سفیر خذمات وستائل۔خارجه وزیر د نیپال سفیر سیوا لمسال ادھیکاری راروانو ذمه وارو لپاره د نيكو هيلو څركندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں