اسلام آباد 7 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سماجي تحفظ او تخفيف غربت خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې تعلیمی كال 2020-21ء لپاره احساس انډرګرېجوېټ سکالرشپ آن لائن پورټل پرانستل شوے دے۔ د هېواد 119 پبلک سېکټر پوهنتونونو كښې د انډرګرېجوېټ پروګرامونو هغه زده كوؤنكي چې د كورنۍ امدن ئې 45,000 روپۍ نه كم دے احساس سكالرشپ لپاره درخواست وركولې شي۔ اهل او مستحق زده كوؤنكي د آن لائن پورټل https://ehsas.hec.gov.pk د لارې درخواست وركولې شي۔ سکالرشپ درخواست كښې د اړوندو پوهنتونونو نامه درج كول ضروري دي۔ په تعلیمی كال 2019-20ء كښې په مجموعي توګه د 4.827 ارب روپو انډر ګراېجوېټ سكالرشپس د زده كوؤنكو ترمينځھ ووېشلې شول۔ وزیراعظم عمران خان په 4 نومبر كال 2019ء د ”احساس سکالرشپس پروګرام” په باقاعده توګه پرانسته كړې وه۔ د دې پروګرام له مخې به هر كال د كم آمدن لرونكې كورنيو 50,000 انډر ګرېجوېټ زده كوؤنكو ته وظيفې وركولې شي۔ دې څلور كلن پروګرام څخه به 200,000 زده كوؤنكي استفاده وكړي۔ په دې سكالرشپ كښې 100 فیصد ټيوشن فيس او 4,000 روپۍ د مياشتې وظيفه هم شامل ده۔ 50 فیصده سکالرشپس انجونو او 2 فيصده معذور زده كوؤنكو لپاره بېل كړې شوي دي۔ د پروګرام بجټ 24 اربه روپۍ دے۔ تېر كال 2019-20ء لپاره په مجموعي توګه 132,192 درخواستونه د هائر ایجوکېشن کمېشن په آن لائن پورټل ترلاسه شوې وو۔ د وضعه كړې شوې تګلاره له مخې كره كتنې نه وروستو 50,762 زده كوؤنكو ته سکالرشپس جاری كړې شول۔ دې ووئيل ددې پروګرام نګراني احساس سکالر شپ سټېئرنګ کمېټي كوي۔