وزیراعظم عمران خان په كال 1996ء كښې د پاكستان تحريك انصاف بنياد اېښودے۔ د كوم محور چې د ګس او ښي په ځائې سم او غلط جوړ ګرځولې

image

اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پاكستان اولس ته د خپلې دوه كلنې كاركردګۍ رپورټ وړاندې كوؤ۔ وزیراعظم عمران خان په كال 1996ء كښې د پاكستان تحريك انصاف بنياد اېښودے۔ د كوم محور چې د ګس او ښي په ځائې سم او غلط ګرځولے شوے۔ د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالي ته مونږ پام لرنه كوو او دا بيانه مخ به وړاندې بوځو۔ د مدينې رياست درې بنيادې ستنې رحم، انصاف او احساس زمونږ د دفاعي ٬معاشي او كلتوري هلوځلو احاطه كوي۔ زمونږ مقصد د ذاتي كاميابيو تشهير نه بلكې په داخلي او بهرنو محاذونو د دښمن د ارادو په ضد جنګ كول دي۔ دښمن ټول عمري زمونږ معيشت ته زيان رسولو سره مايوسي او اړے ګړے غوښتے خو د اطلاعات وزارت به د دې جنګ بشپړه مقابله كوي۔ د حكومت د بشپړه هڅو په نتيجه كښې سخت وخت تېر شوے او ښه وخت راغلے۔ د د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پاكستان تحريك انصاف موجوده حكومت 2 كلونو ترسره كېدو په موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ، د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسدعمر ٬ د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، د وزیراعظم د تخفيف غربت صلاحكارې ډاكټر ثانيه نشتر سره په ګډه پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په جغرافيائي توګه مونږ هېواد ترلاسه كړے ولې مونږ په سمو اصولو د خپل هېواد عمارت اودرولے نه دے۔ ده ووئيل په كال 1996ء كښې پاكستان تحريك انصاف جوړ كړے شو او عمران خان د ”ایاک نعبد و ایاک نستعین” په بنياد خپل ګوند جوړ كړے او د ښي او ګس سياست په ځائې ئې د سم او غلط په بنياد سياست خپل محور ګرځولے او دا بيانيه مخ په وړاندې بوځو۔ ده ووئيل د مدينې رياست درې بنيادې ستنې رحم، انصاف او احساس زمونږ د دفاعي ٬معاشي او كلتوري هلوځلو احاطه كوي۔وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل ميډيا په دور كښې هر وګړے خبريال جوړ شوے او هر خبريال ٬ وګړي او هر وزير له به دا جنګ په ګډه كول وي او كاميابي به زمونږ مقدر شي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د حكومت د كوټلو هڅو په نتيجه كښې سخت وخت تېر شوے او ښه وخت راغلے۔ په دې مهال ټولو وزيرانو د خپل خپل وزارت او څانګو دوه كلنه كاركردګي اولس ته وړاندې كړې ده

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں