اسد قېصر مېرمن سره د اجتماعي زياتي پېښې نوټس اخستو سره آئي جي پنجاب څخه راپور طلب كړو

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر مېرمن سره د اجتماعي زياتي پېښې نوټس اخستو سره د پنجاب آئي جي څخه راپور طلب كړے دے۔ د جمعې په ورځ د پنجاب آئي جي سره د ټېلي فوني تماس د لارې په موټروے مېرمن سره د اجتماعي جنسي تېرو د پېښې راپور طلب كولو سره سپيكر اسد قېصر ووئيل پېښه ډېر وحشيانه او د شرم وړ ده دا ډول پېښې زمونږ د سماجي اقدارو نفي ده ۔ده په پېښه كښې د بې غوري كوٶنكو پوليس اهلكارو په ضد د كاروائي هم امر وكړو۔ ده ووئيل په پېښه كښئ ككړ كسان دې زر تر زره نيولو سره انصاف سره مخ كړې شي او ځپلې مېرمن ته انصاف وركولو لپاره دې ټول ممكنه اقدماتو وكړې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں