د وزیراعظم عمران خان د انټر پارلیمنټری یونین صدر ګیبر ایلا کیوواس بیرن سره خبرې

image
APP50-24 ISLAMABAD: August 24 - President of Inter-Parliamentary Union (IPU) Ms. Gabriela Cuevas Barron called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د نړۍ بيلو برخو كښې روانو شخړو حل كولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ کردار او د بین الپارلیمانی یونین (آئی پی یو ) کلیدی تزویراتی ترجیحات په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي سوئيلي اسياﺀ كښې پوڅ امن او استحکام لپاره مقبوضه جمو او کشمیر شخړې حل كولو ته اړتيا ده۔ ده د انټر پارلیمنټری یونین صدر ګیبر ایلا کیوواس بیرن سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ ده سره اسلام آباد كښې ملاقات كولو ۔ د سينيټ چیئرمین صادق سنجرانی هم په دې موقع موجود ؤ۔د انټر پارلیمنټری یونین صدر د پاکستان په سرکاری دوره راغلې ۔ وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم په هند كښې د آر اېس اېس او بی جے پی هندوتوا نظریې په اړه هغې ته ووئيل دې سره نه يواځې هند كښې اقلیتونو بلكه د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے۔ وزیراعظم عمران خان هغه افغانستان كښې د مسئلې سیاسی حل او په دې لړ كښې د افغانانو په مشرۍ كښې د امن او مصالحتی عمل لپاره د پاکستان پخوانۍ مرستې په اړه خبر کړو۔ ملاقات كښې وزیراعظم او د انټر پارلیمنټری یونین صدرې بین الپارلیمانی مرستې ، د کورونا وائرس وباء او سيمه ايز امن او سلامتيا په اړه په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د پارلیمان او پارلماني غړو کردار زياتولو په لړ كښې د انټر پارلیمنټری یونین صدر حیثیت سره د ګیبر ایلا بیرن خذمات وستائل او پارلیمانی سفارتکارۍ كښې آسانيو لپاره ئې د انټر پارلیمنټری یونین کردار رامخې ته كړو۔ ده د کورونا له امله په نړيواله كچه د صحت او معیشت په اړه رامخې ته شوو چیلنجونو ترمخه پاکستان كښې د حکومت سمارټ لاك ډاؤن پالیسۍ او د نورو اقداماتو په سوب صورتحال كښې د ښه والي نه هم مېلمنه خبر كړه

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں