اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان٬ملائېشيا سره معيشت٬تجارت٬تعليم٬سائنس او د ټېكنالوجي پشمول د شريكې خوښې په پېلو څانګو كښې اسټرټېجك شراكتدارۍ ودې له لوظي دے ۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د جمعې په ورځ د ملائېشيا خپل هم څنګ داتو سري حسام الدين حسېن سره ټېليفوني تماس ونيولو۔دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې په اړه تفصيلي خبرې وكړی۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان او ملائېشيا د ورورولۍ ژورې اړيكې لري۔ده ووئيل پاكستان٬ملائېشيا سره معيشت٬تجارت٬تعليم٬سائنس او د ټېكنالوجي پشمول د شريكې خوښې په پېلو څانګو كښې د اسټرټېجك شراكتدارۍ ودې له لوظي دے ۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د كورونا وباﺀ په مهال دوه اړخيزه مثالي مرسته وستائېله۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د كورونا وباﺀ په مهال په ملائېشيا كښې مېشته پاكستاني كميونټۍ په خاص خيال ساتلو د ملائېشيا د خارجه وزير مننه وكړه۔خارجه وزير په دسمبر 2020 كښې په ملائېشيا كښې كېدونكې اېشيا پيسفك اقتصادي مرستې غونډې كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔دغسې دواړه خارجه وزيران دوه اړخيزه اړيكو او د روابط ودې لپاره شريك مشاورت روان ساتلو ته صلاح شوي۔