د مېجر جنرل جواد احمد پاكستاني باكسرعثمان وزير سره ملاقات

image

ګلګت۔ 14اکتوبر(اے پی پی) د ناردرن اېريا فورس كمانډر مېجر جنرل جواد احمد پاكستاني باكسرعثمان وزير سره هېډ كوارټر اېف سي اېن ګلګت كښې ملاقات وكړو۔ عثمان وزیر د اېشین بوائے په نامه هم پېژندلے شي څوك چې د ګلګت بلتستان استور ضلعې سره تعلق لري۔ 21 كلن عثمان وزير عامر خان باکسنګ اکېډمي اسلام آباد كښې د اېشین باکسنګ فېډرېشن لاندې شوي فېډرېشن كښې خپل انډونشين حريف بوډو سيمنجنك ته ماتې وركولو سره دا ټائټل ګټلې دے۔ او دې سره دا ټائټل ګټونكې دے اولنې پاكستانې باكسر ګرځېدلے دے۔ کمانډر اېف سی اېن اے د باکسر عثمان وزیر د سپېځلو كاميابو ستائنه كولو سره هيله ولرله چې پاكستاني ځوانان به د هېواد نامه روښانه كولو له د ده په نقش قدم مخ په وړاندې ځي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں