نوښار۔24 اکتوبر(اے پی پی) د نوشهره پرېس کلب بېړنۍ غونډه د عمومي سېکتر حاجی ظهور احمد په مشرۍ كښې ترسره شوه. دې غونډې له کراچۍ څخه د سینئر خبریال علي عمران سید په په بې درکه کېدو خواشیني څرګنده کړه. غونډه کښې واجد علي ، سید ولی الله شاه ، بخت بېسيار ، شهنشاه او د پرېس کلب پخواني صدر مشتاق پراچا ، محمد شاهد ، فدا محمد ، سید قاسم شاه ، نثار احمد خان ، خالد نذیر او نورو خبریالانو برخه واخسته۔ غونډې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د علي عمران سید دې سمدلاسه درك ولګولې شي او خوشې دې كړې شي۔ دوئي زياته كړه چې د صحافت آزادي دې هم باوري كړې شي