د وزيراعظم عمران خان لخوا پنجاب كښې د صحت كارډ مرحله وار وركولو په اړه د كوټلو اقداماتو سپارښتنه

image

لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د صحت څانګه كښې پرمختګ او اولس ته د صحت بنيادي سهولتونه وركول د حكومت وړومبنې ترجيح ګرځولو سره پنجاب كښئ د صحت كارډ مرحله وار وركولو لپاره د كوټلو اقداماتو سپارښتنه كړې ده ۔ وزيراعظم د شورو په ورځ پنجاب كښې د صحت كارد اجراء او وېشن په اړه د غونډې مشري كوله ۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلي سردار عثمان بزدار، د صحت صوبائي وزيره ياسمين راشد ،د خزانې صوبائي وزيرمخدوم هاشم جوان بخت او د اطلاعات صوبائي وزير فياض الحسن چوهان او نور لوړ پورې هم موجود وو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل د صحت څانګې پرمختګ او اولس ته د صحت بنيادي سهولتونه وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم ګرد پنجاب كښې د صحت کارډ مرحله وار وركولو لپاره د كوټلو اقداماتو سپارښتنې سره ووئيل اولس ته د صحت بنيادي سهولتونه وركول د تهذيب يافته ټولنې شعار دے۔ وزيراعظم ووئيل بې وسه اولس ته د صحت سهولتونه وركول د ګډ ګورننس حقيقي څرګندنه ده۔

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں