د وزيراعظم عمران خان د 7 اربه رېليف پیكج له مخې به په يوټېلټي سټورونو به د(نن)نه چيني٬دالونه٬وريژې او غوړي د 7 روپو نه تر 40 روپو ارزان وركولې شي

image
APP46-07 ISLAMABAD: January 07 - Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan along with Chairman Utility Stores Corporation Zulqurnain Ali Khan and Managing Director Utility Stores Corporation of Pakistan Umer Lodhi addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 07 جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د 7 اربه رېليف پیكج له مخې به په يوټېلټي سټورونو د(نن)نه چيني٬دالونه٬وريژې او غوړي د 7 روپۍ نه تر 40 روپۍ ارزان وركولې شي٬د يوټېلټي سټور څخه د څيزونو اخستوونكو شناختي كارډ لمبر به درج كولې شي٬په يوه مياشت كښې به مياشتنې راشن يوځل ترلاسه كولې شي٬يوټېلټي سټور كارپورېشن تر مارچ د 5 اربه خريداري كړې٬ډېر زر به د رېليف پیكج له مخې 50 ملينه غريب٬بې وسه او ناداره كورنيو ته راشن كارډونه وركړی شي٬د كمزورو طبقو ژوند خوشحالول د وزيراعظم عمران خان نصب العين٬د حكومت عزم او د مدينې د رياست د سوچ عكاسي ده۔د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د نهې پھ ورځ د يوټېلټي سټور كارپورېشن چيئرمېن ذوالقرنين علي خان او اېم ډي سره يوځاې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل وزيراعظم د عام صارف آسانې٬د بې وسه٬كمزورو٬مستحقو او نادارو طبقو لپاره د رياست تحفظ باوري كولو لپاره د يو ټېلټي سټور كارپوېشن د لارې د رېليف وركولو اعلان كړې۔هغې ووئيل وزيراعظم لوظ كړې چې څنګه مالي پوزېشن مستحكم كېږي د دې رېليف او ګټه به د پاكستان اولس ته منتقل كولې شي۔هغې ووئيل د وزيراعظم د عزم واضحه څرګندونه ده چې يوټېلټي سټور ته دې د سبسډۍ ټول څيزونه باوري كړی شي۔د سپيځلې نظام له مخې به حقدار ته حق رسولې شي۔په اداره كښې دننه به هم خود احتسابي باوري كولې شي ۔په دې موقع د يوټېلټي سټورز كارپورېشن چيئرمېن ذوالقرنين علي خان ووئيل هغه د يو كال نه د چيئرمېن په توكه خذمات ترسره كوي كله چې مې ذمه وارۍ واخستې د ادارې 14 اربه بقاياجات پاتې وو ٬ له بلې خوا د يوټېلټي سټور كارپورېشن ملازمانو احتجاج كولو۔په دې صورتحال مو وزيراعظم سره خبرې وكړې او د وزيراعظم امر ؤ چې په 14 زره ملازمانو كښې څوك هم فارغ نه كړئ بلكې ټولو سره په ګډه كار كول دي۔ده ووئيل په ټول هېواد كښې يوټېلټي سټورونه په بشپړه توګه تيار دي٬په دې آئي ټي نظام لګولې كېږي او دې سره به ډېره بهتري راشي۔ده ووئيل د برانډ پراډكټ بيعه زمونږ په وس كښې نه ده ځكه يوټېلټي سټورز غوړي معرفي كړي٬دې سره به په بيعه كښې استحكام هم باوري كړی شي او اولس هم دا غوړي ډېر خوښ كړي۔ده ووئيل دا اداره پيسې ګټلو لپاره نه ده بلكې اولس ته رېليف وركولو لپاره جوړه كړی شوې۔د يوټېلټي سټور كارپورېشن اېم ډي ووئيل د وزيراعظم رېليف پیكج لپاره د پنځه ارب روپو خريداري شوې٬زمونږ په يوټېلټي سټورونو به بدلون تر نظره شي او د دې نه پس به د رمضان پیكج پیل شي۔ده ووئيل په يوټېلټي سټورونو به وړه د 808 نه تر 850 روپې 20 كلو او چيني 68 روپۍ كلو ترلاسه كېږي٬غوړي به د 30 نه تر 40 روپو٬دالونه او وريژې به د 20 نه تر 31 روپۍ په كمه بيعه وركړې شي۔ده ووئيل د سبسډۍ په ټولو څيزونو به مهر لګېدلې وي٬كه په ماركيټ كښې چرته په نظر راغللل نو د زونل او ريجنل منيجر په ضد به كاروائي كولې شي او د دوكاندار پھ ضد به هم مقدمه درج كولې شي

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں